GW लॉटरी विश्वसनीयता मनोरंजन मंच
اسلام آباد 22 اکتوبر(اے پی پی)قامي اسم??لۍ د اسرائيل لخوا غزه كښې د بې ګناه ماشومانو٬مېرمنو پشمول د فلسطينيانو او لبنانيانو د تب??هۍ كوونكو بريدونو په ضد يو د غندنې قرارداد منظور كړے دے ۔د نهې په ورځ قامي اسم??لۍ كښې سحر كامران قرارداد وړاندې كړو چې ايوان د اسرائيل په غزه كښې د بې ګناه ماشومانو او مېرمنو پرله پسې وحشيانه وژنو او په لبنان كښې د تباه كوونكو بريدونو غندنه كوي۔سحر كامران ووئيل په غزه او لبنان كښې نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو قراردادونو سنګينې خلاف ورزۍ كېږي٬د دې بربريت مثال په تاريخ كښې نه موندلے كېږي٬تراوسه 42 زره 700 كسان شهيدان شوي او 1 لك څخه زيات ژوبل د خپل مرګ منتظر دي٬د خوراك څښاك او څښكلو اوبو سخت قلت دے٬ خلق په فاسفورس بمونو ژوندي سوځولې كېږي۔ دغسې قامي اسم??لۍ د قرارداد په يوه خله منظوري وركړه۔
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز