اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) د خېبر ??ښت??نخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د برټش كونسل پاكستان كنټري ډائرېكتر جېمز هېمپسن او هېډ آف ايجوكېشن سره ملاقات وكړو په كومو كښې چې زده كړو ا?? د مهارتونو په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع ګورنر ووئيل د زده كړو م??يار ښه كولو ٬ ځوانان او مېرمنې د تربيتي پروګرامونو د لارې په خپلو پښو ا??درولو ا?? د خېبر ??ښت??نخوا د پوهنتونونو ا?? د انګلستان پوهنتونونو ترمينځه همكارۍ ته ودې وركولو ته مونږ پام لرنه كوو۔ د دې همكاريو مقصد د زده كوؤنكو ا?? استاذانو د تبادلې د لارې نړيوال مهارتونه د خېبر ??ښت??نخوا پوهنتونو ته منتقل كول دي۔ د خبرو په مهال ګورنر د پاکستان رېډ کریسنټ سوسائټی (پی آر سی اېس) د خېبر ??ښت??نخوا چېپټر په وژن هم خبره وكړه او د دې په خدمات كښې يۍ د جدت پ??ندۍ او پراختيا په حاجت زور راوړو۔ ده د خېبر ??ښت??نخوا پوهنتونونو د زده كوؤنكو په خاص توګه په مېرمنو كښې د آرټس او ډيزائن ځانګړي صلاحيتونو زكر وكړو۔ ده ووئيل دې منصوبې لپاره برټش كونسل سره د همكارۍ په باضابطه توګه تجويز لېږلے شوے۔ جبمز هېمپسن په آئی اېم سائنسز پوهنتون پېښور كښې لوړو وزده كړو لپاره د يو نوي هنرمند مركز جوړولو د برټش كونسل منصوبه بندۍ په اړه ووئيل او ګورنر ته يۍ په جنوري 2025 كښې د د دې مركز د پرانستې دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔ د برټش کونسل ډلې ګورنر د “ګول” پروګرام په اړه هم خبر كړو چې مقصد يۍ د پنجاب او د ضم شوو ضلعو په شمول د خېبر ??ښت??نخوا 2,50,000 نالوستې انجونو زده كړو ته كښېنول دي۔ د ملاقات په مهال په تكنيكي او پېشه ورو زده كړو ا?? په ګرد هېواد كښې د زده كړو په روانو منصوبو هم خبرې وشوې۔
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د برټش كونسل پاكستان كنټري ډائريكټر سره ملاقات
Xima online entertainment reliable platform
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ