اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د جمهوريه تركيې صدر رجب طيب اردوان تېره ورځ وزيراعظم شهباز شريف ته ټېليفون وكړو او په سېلاب كښې يې په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه وكړه او وئېل چې د دوي هېواد به تل د پاكستان مرسته كوي۔وزيراعظم د ت??كيې صدر او په پاكستان كښې د سېلاب تازه صورتحال او په بېړني بنيادونو د مرستې په اړه د حكومت د هڅو نه خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل چې چې د پاكستان د جون 2022 د نيمائي نه سخت موسمي حالاتو سره مخ دے٬په ډېرو سيمو كښې د څلور نه تر پنځه چنده زيات بارانونه شوي خو په باران او سېلاب كښې په لويه پېمانه زيان شوې۔د خلكو محفوظ ځايونو ته په رسولو او د مرستې په چارو كښې ستونزې دي۔وزيراعظم د حكومت په هڅو رڼا اچولو سره ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو د لارې د فوري مرستې خو??ست تيار كړې كوم به چې داګست په 30مه نېټه كال 2022م وكړې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې نړيواله ټولنه به په دې خو??ست د فنډ ضروريات پوره كولو كښې مرسته وكړي۔وزيراعظم په انساني بنيادونو په مرسته د ت??كيې صدر رجب طيب اردوان مننه وكړه۔ په دوه اړخيزه تناظر كښې وزيراعظم شهباز شريف تركيې سره په ټولو څانګو كښې اړيكو ته د ودې وركولو د عزم څرګندونه وكړه۔ده د جمو او كشمير اولس لپاره د ت??كيې د صدر د پرله پسې ملاتړ مننه هم وكړه۔
د تركيه صدر رجب طيب اردوان وزيراعظم شهباز شريف ته ټېليفون وكړو٬په سېلاب كښې په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه
Fortune 6 Baccarat Reputation Platform
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن