سرینګر۔21اپریل (اے پی پی) هند په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د G20 غونډې كېدو څخه وړاندې د دې د ناكامۍ پړه په پاکستان او چین د اچولو هڅې تندې كړي دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تيره ورځ په پونچھ اولسوالۍ كښې د مېنډھر سيمې په بټھه ډوريان كښې د هندي عسكرو په يو ټرك د بريد په نتيجه كښې 5 عسكر مړه او يو زيات ژوبل شوے وو۔ هند تر ټولو وړاندې د مجاهدينو دا كارروائي د آسماني برېښنا بړق ښودلے وو بياهم دغې څخه وروستو د نامعلومه وسله والو لخوا ډزې د عسكرو د هلاكت سبب ګرځولې شوي دي۔ څو ساعته وروستو هند دا بريد ل??سي بمي بريد وګرځولو۔ هندي ميډيا او عسكرو په دې بريد كښې د كالعدم تنظيمونو د ككړ كېدو شور جوړ كړے دے۔ د هندي پوځ ريټائرډ كرنل دنوير سنګھ اے پي پي ??ره خبرو كښې دعوی وكړه چې په پوځي ټرك بريد كښې د 7.62 اېم اېم چين كښې جوړې كړې شوې ګولۍ وكارولې شوې۔ دفاعي كارپوهه انيل ګوړ دعوي كړې چې پوځي ټرك ډزو څخه وروستو يو لاسي بم ??ره په نښه كړې شو چې په نتيجه كښی يۍ په ټرك اور ولګېدو۔ ده ووئيل په كشمير كښې عس??ري?? خوښي ختم شوې ده او پاكستان د راجوري او پونچھ د ل??رې په كشمير كښ?? لاس وهنه كوي۔
هند د G20 غونډې د ممكنه ناكامۍ پړه په پاکستان او چین د اچولو هڅې تندې كړي دي
Emperor's favor APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس