اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان د سياسي استحكام نه پس د 5 نه تر 10 كلونو كښې پرمختګ كولې شي٬كوم هم هېواد د كورني انتشار سره پرمختګ نشي كولې٬د هېواد معيشت په هر قيمت بچ كول دي۔د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ نېشنل بجټ كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل نن د پاكستان خپل 75 كلونه پوره كوي٬ 25 كاله وړاندې مونږ وژن 2010 وركړے ؤ ٬د وژن له مخې مونږ پاكستان مډل انكم والا هېواد جوړ كړے و٬بيا په هېواد كښې مارشل لا ولګېده او هېواد د امريكې په جنګ كښې بوښت شو۔احسن اقبال ووئيل چې كله مونږ وژن 2025 وركړو نو مونږ پورې ټوقې وكړی شوې٬مونږ د زړه نه كار كړے٬ سي پېك هېواد ته راغلو٬ ده ووئېل نړيوالو ادارو هغه وخت وئيلې وو كه چرې پاكستان داسې وچلېد نو تر 2030 به جي 20 هېوادونو كښې شامل شي٬په تاريخ كښې په وړومبي ځل د پاكستان دفاع او د ترقي بجټ يو زر ارب روپۍ ؤ ۔ده ووئيل د نن څخه 4 كاله مخكښې پرمختيائي بجټ پنځه نيم سوه او دفاعي بجټ 1500 اربه روپو ته رسېدلے ۔ده ووئيل مونږ ته د ايكسټرنل نه بلكې د انټرنېشنل سېكورټي مسئله رامخې ته كېدې شي٬په كراچۍ كښې يوې اېم فل زده كونكې خپله ځان په چاودنه اولوزولے٬كله چې قام د لوږې٬بې روزګارۍ او د تعليم كمې سره مخ وي نو د هغې تحفظ د ټينكونو او توپو څخه نه شي كېدے ۔ده ووئيل نن ګرانټس 11 نيم اربه او سبسډي 3 زره اربه روپۍ ده۔ده ووئيل 75 كلونو څخه پاكستان په يوه مستحكمه لاره چلولو ته نه دے پرېښودلې شوے ۔د پالېسو تسلسل پكار دے كه مونږ له پاكستان بچ كول دي نو معيشت به په هر قيمت بچ كول وي۔ده ووئيل موجوده حكومت د اېچ اي سي په بجټ كښې 68 فيصد اضافه كړې ده
پاكستان د سياسي استحكام نه پس د 5 نه تر 10 كلونو كښې پرمختګ كولې شي٬كوم هم هېواد د كورني انتشار سره پرمختګ نشي كولے ۔وفاقي وزير احسن اقبال نېشنل بجټ كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر