اسلام آباد۔07مارچ(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي الېكشن په يوه ورځ كونه د هېواد په ګټه تمامېږي ٬ ټاكنو كولو كښې الېكشن كمېشن٬حكومت او ټول سياسي ګوندونه مهم فريقېن دي٬د هېواد معاشي او سياسي استحكام لپاره به د خبرو اترو لاره اختيارول وي٬په دې سختو حالاتو كښې فوډ سكيورټي يو لوي چېلنج دے٬د دې مخ نيوي لپاره به كروندګرو ته آسانۍ وركول وي۔د نهې په ورځ د پاكستان انسټي ټيوټ آف پارليمنټرين سروسز(پپس)كښې په ماحولياتي اعتبار سره د زرعي او فوډ سكيورټي چېلنجز او د راتلونكې لائحه عمل په اړه مكالمې ته د وېنا كولو په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل ټولې ټاكنې په يوه ورځ كول د هېواد په ګټه دي٬ټول سټيك هولډرز دې په دې معامله د خبرو اترو لاره اختيار كړي٬ځكه چې د سياسي عدم استحكام څخه هېواد وړاندې ډېر لويې زيان پورته كړے ٬ ده ووئېل پارليمان په سياسي ګوندونو كښې د خبرو اترو لاره هوارولو لپاره تيار دے٬هېواد ته د رامخې ته شوو چېلنجونو حل د پارلمان د لارې ممكن دے٬د هېواد معاشي او سياسي استحكام لپاره د خبرو اترو لاره اختيارول ډېره ضروري ده ځكه چې معاشي استحكام سياسي استحكام سره تړلے دے
د الېكشن په يوه ورځ كونه د هېواد په ګټه تماميږي ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں