اسلام آباد 22مئی(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي په مقبوضه كشمير كښې په جي 20 كنفرنس كښې په ګډون نه كولو د چين٬سعودي عرب٬تركيه او مصر مننه كوو٬د هند سازش ناكامه شوے ٬د هند په ار 20 كنفرنس كښې به هم څوك هم ګډون نه كوي٬د پاكستان علماﺀ كونسل د هېواد موجوده صورتحال او د مقبوضه اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره سبا د ګوند كنفرنس رابللو پريكړه كړې ده ٬ د 9مئي توره ورځ د ترهه ګرو او امن خوښو ترمينځه ښكاره تقسيم كوي٬د هېواد ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو له د 9 مئي پیښه كښې د ككړو تورونو په ضد ښكاره دريځ خپلول پكار دي٬ كوم هم تورن دې پرې نه ښودلے شي٬ او بې ګناه دې ګرفتار نه كړے شي۔دا خبره ده د ګل په ورځ پرېس كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال كړې۔په دې موقع مولانا نعمان حاشر، مولانا طاهر عقیل اعوان، مولانا ابو بکر حمید صابري ، مولانا ذوالفقار ، صاحبزادہ حافظ ثاقب منیر، مولانا نائب خان ، مولانا حفیظ الرحمن ، مولانا شهباز احمد، مولانا افضل شاہ الحسینی، مولانا عاطف تنویر ، مولانا ګلستان او نور هم موجود وو۔ده ووئيل هند د جي -20 د مشرۍ غلط ګټه پورته كول غواړي٬ ده ووئېل چين٬سعودي عرب٬تركيه٬مصر او نور هېوادونو نن په غونډه كښې ګډون ونه كړو د هغوي مننه كوو۔هند د نړيوال قوانين او ملګرو ملتونو قراردادونو خلاف ورزي كړې٬د هند په مقبوضه كشمير كښې د R20 كنفرنس كولو سازش هم ناكامه شوے ٬د كشمير په مسئله د اسلامي مرستې تنظيم٬د رابطه عالم اسلامي دريځ ښكاره دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د عرب مشرانو كنفرنس اعلاميه د اسلامي نړۍ د روښانه سباؤن زيرے دے٬د سعودي عرب د عرب مشرانو كنفرنس كښې قائدانه كردار د امن٬سلامتيا او اتحاد لپاره عملي اقدامات واضحه كوي٬د عرب مشرانو كنفرنس د فلسطين او اسلامي نړۍ په نورو مسئلو دريځ د نړۍ ترجماني ده٬ ده ووئېل كشمير او فلسطين د اسلامي نړۍ مسئلې دي٬سعودي عرب د اسلامي مرستې تنظيم مشر هم دے٬هيله ده چې د كشمير او فلسطين په مسئله اوس عملي اقدامات پورته كړے شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي هند سره پاكستان ښې اړيكې غواړي خو د اړيكو بحالۍ لار په كشمير راتېرېږي٬هند دې د اګست 5مې نېټې پوزېشن ته بېرته راشي او په كشمير دې خبرې اترې وكړي ٬ ده ووئېل چين٬سعودي عرب٬تركيه او مصر د هند په مقبوضه كشمير كښې د جي-20 غونډې په اړه سازش ناكامه كړے٬ په دې مونږ د هغوي مننه كوو
په مقبوضه كشمير كښې په جي 20 كنفرنس كښې په ګډون نه كولو د چين٬سعودي عرب٬تركيه او مصر مننه كوو۔د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ