اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان وئېلي دي اوميكرون وائرس په په تندۍ سره خپرېږي٬كه د كورونا كيسونه زيات شول نو بېړنے صورتحال رامخې ته كېدې شي٬د اوميكرون سختو اثراتو څخه بچ پاتې كېدو لپاره ضروري ده چې اولس په سختۍ سره د كورونا په اېس او پيز عمل درآمد وكړي۔ د سختې وبا خپرېدو مخ نيوي لپاره به پاكستان سپر ليګ(پي اېس اېل)كښې احتياطي تدابير كول وي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په كراچۍ كښې د اوميكرون كيسونه زياتېدل تشويشناك دي٬اولس دې خپل ځان د وائرس څخه محفوظ ساتلو لپاره اختياطي تبدابير وكړي او لويې اجتماعات ته تللو څخه دې ډډه وكړي۔ډاكټر فيصل سلطان ووئيل حكومت په وخت اقدامات او ښو پالېسو په سبب پاكستان په كووېډ 19 قابو موندلو كښې كامياب پاتي شوے ٬ ده هيله ولرله چې اولس به په راتلونكې كښې هم په سخته وبا قابو موندلو له د حكومت مرسته وكړي٬كه چرې خلكو د كورونا وائرس په اېس او پيز په سختۍ سره عملدرآمد وكړو نو په روغتونونو به فشار نه زياتېږي
اوميكرون وائرس په تندۍ سره خپرېږي٬كه د كورونا كيسونه زيات شول نو بېړنې صورتحال رامخې ته كېدے شي۔د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores