لاهور 15دسمبر(اے پی پی)د صدر ډاكټر عارف علوي كور ودانې وړومبۍ مېرمن بيګم ثمينه عارف علوي د جمعې په ورځ د لاهور شالامار باغ دوره وكړه او د تاريخي ورثې تحفظ لپاره ئې د پنجاب حكومت كړې هڅې و??تائېلې۔شالامار باغ ته په رسېدو د وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي هركلے د والډ سټي آف لاهور اتهارټي ډائرېكټر جنرل كامران لاشاري او د امچور ګارډنرز كلب چي??رپرسن نوشين سرفراز وكړو۔د امچور ګارډنرز چي??رپرسن نوشين سرفراز په دې موقع وړومبۍ مېرمن په شالامار باغ كښې د اونو او بوټو او ګلونو په اړه د روانو كارونو نه به تفصيلي توګه خبر كړې شوه ۔دغسې ډائرېكټر جنرل والډ سټي آف لاهور اتهارټي كامران لاشاري وړومبۍ مېرمن له د شالامار باغ ښكلا او رنګ روغن او تحفظ په اړه د جاري كارونو په اړه بريفنګ وركړو۔بيګم ثمينه عارف علوي د آثار قديمه ورثې تحفظ لپاره د صوبائي حكومت او والډ سټي آف لاهور هڅې و??تائېلې او د نګرانۍ به اعتبار سره ئې د شالامار باغ انتظاميې ستائنه وكړه او وې و??ېل حكومت به د كلتور ورثې تحفظ لپاره هر ممكن وسائل كاروي۔د دې نه پس وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي د شالامار باغ بې??و برخو دوره وكړه٬په آخر كښې د والډ سټي آف لاهور اتهارټي ډائرېكټر جنرل كامران لاشاري وړومبۍ مېرمن بيګم ثمينه عارف علوي ته شيلډ وركړو
د وړومبۍ مېرمن بيګم ثمينه علوي د لاهور شالامار باغ دوره٬د تاريخي ورثې تحفظ لپاره د پنجاب حكومت د هڅو ستائنه
Mr Harlowen Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa