لاهور 20 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې وزيراعظم 20 زره انجينئرانو لپاره ?? انټرن شپ منظوري وركړې٬ راتلونكې كال يو لك ځوانانو ته د آئي ټي د تربيې وركولو پلان لرو٬ د نړۍ سرمايه كار په پاكستان كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري كول غواړي٬ سي پېك د پاكستان او چين د دوس??ې عملي تصوير دے۔ ده دا خبرې ?? انجينئر ??ے په موقع انجيئرانو ته د نېشنل اېكسيلېنس اېوارډ وېشلو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې د كوم اهتمام چې ينګ انجينئر كونسل كړے و۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې چين پاكستان يو صنعتي معيشت جوړول غواړي۔ ده ووئيل چې د توان په څانګه ??ښې په پاكستان كښې د تاريخ تر ټولو زياته سرمايه كاري كېږي۔ د تېرو 66 كلونو په مه??ل په پاكستان كښې يوازې 16 زره مېګاواټه برېنښا پېدا كړې شوې خو اوس به د كال 2014م او د كال 2018م په مېنځ كښې لس زره مېګاواټه برېښنا په قومي ګرېډ كښې ماشله شي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې وسيلې مخ په زياتېدو دي او په هره څانګه ??ښې پرمختګ روان دے۔ ده ووئيل چې كوم سفر به په 24 ساعتونو كښې كېدو اوس په 8 ساعتونو كښې كېږي۔
د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د نېشنل اېكسيلېنس اېوارډ وېشلو دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔