اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)پاكستان د هندي چارواكو لخوا د تحريك حريت جمو ا?? كشمير پنځو كالو لپاره د “غيرقانوني تنظيم” ګرځولو اعلان سخته غندنه كړې ده ۔ د خارجه دفتر وياندي لخوا جاري شوي بيان له مخې حريت تحريك د جمو ا?? كشمير دويم كشميرے ګوند دے په كوم چې د يو?? اوونۍ نه په لږه موده كښې د هند لخوا د غيرقانوني هلو ځلو ا??كټ لاندې بنديز لګولے شوے ۔ د هند په غيري قانوني تسلط لاندې جمو ا?? کشمیر کښې د کشمیريانو په 6 سياسي ګوندونو بندېز لګولے شوے ۔ د بيان له مخې د حريت تحريك جمو ا?? کشمیر بنياد نامتو كشميري لارښود سید علي شاه ګيلاني اېښودے ؤ ، چې په 2021 کښې د اوږدې نظر بندۍ په مهال په حق رسيدلے ؤ۔بیان له مخې قابضو چارواكو د هغه مړے په بې رحمانه ډول ځان سره وړے ؤ او خپلوانو ته یې د جنازې په مراسمو کښې د ګډون اجازه نه وه وركړې ۔وياندې ووئيل په سياسي ګوندونو بنديز د هند لخوا د كشميري اولس محكومه ساتل ، د اختلاف رائے مخه نيولو ا?? د هند په غير قانوني توګه قبضه كړي جمو ا?? كشمير كښې د خپلې قبضې د قوي كولو د هند د ناوړو كمپاين برخه ده او دا كاروائي د نړيوالو بشري حقونو پشمول د بشري قوانين ښكاره خلاف ورزي ده۔ د بيان ترمخه هند بايد په مقبوضه کشمير کښې په سياسي ګوندونو غيرقانوني لګولې بنديزونه ختم كړي، د کشمير د خلقو بنيادي حقونو ا?? ازادۍ اح??را?? وکړي، ټول سياسي بنديوان خوشې ک??ي او د جمو ا?? کشمير په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو عمل وکړي
پاکستان د هندي چارواکو هغه پریکړه غندلې په كومه كښې چې تحريك حريت جمو او کشمیر د پنځو کلونو لپاره “غير قانوني تنظيم ” ګرځولے شوے
Steampunk entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا