اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي وفاقي حكومت صوبائي حكومتونو سره په ګډه د پوليو خاتمې لپاره عزم لري٬ هېواد څخه د پوليو خاتمې لپاره به ټول وسائل كارولې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پوليو خاتمې لپاره د قامي ټاسك فورس غو??ډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل انسانيت لپاره ستاسو خدمات د ستائنې وړ دي٬ د حكومت او اولس لخوا ستاسو هركلے كوٶ، ده ووئېل په رياض كښې د مشر??نو غو??ډه كښې تاسو سره په ملاقات كښې ګټورې خبرې شوي ۔ ده ووئيل په پاکستان كښې د پوليو خاتمې لپاره بهتر صحت او د ماشوم??نو په وده كښې ستاسو د خدمات نه پاكستان مستفيد كېږي۔ ده ووئيل تېر كال د پوليو مخنيوي لپاره په مالي معاونت كښې 30 فيصده برخه د بل ګېټس فاٶنډيشن وه٬ په هېواد كښې په صحت او سماجي څانګه كښې ستاسو خدمات څخه پاكستان مستفيد كېږي٬ مونږ له به د پوليو خاتمې په پلان په سمدستي توګه عمل كول وي، ده ووئېل په پولو تګ راتګ سره پاكستان ته پوليو راځي٬ مونږ له د دې مسئلې په ښه ډول مخنيوے كول دي۔ ده ووئيل پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره په تېرو دريو كالو كښې مالي معاونت زيات شوے ، سعودي عرب راتلونكو پنځه كلونو كښې د 50 كروړه ډالرو باور راكړے۔ ده ووئيل په تېرو 6 مياشتو كښې د پوليو د مخنيوي شپږ كمپائنونه چلېدلې شوي، د خپلو ماشوم??نو ژوند خوندي كولو لپاره مونږ له هېواد د پوليو څخه پاكول دي، د پوليو خاتمې لپاره به پرله پسې غو??ډې كوٶ۔ ده ووئيل د ډيجي??ائ??يشن په عمل كښې په مرسته ستاسو مننه كوٶ۔ په دې موقع د بل ګېټس فاٶنډېشن چيئرمين بل ګېټس دستورې ته ووئيل پاکستان سره د پوليو مخنيوي او د صحت په نورو څانګو كښې كار كولو له چمتو يو، راتلونكو شپږو مياشتو كښې به په ګډه كار كوٶ۔ ده ووئيل پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره به په ترجيحي بنيادونو كار كوٶ٬ ده ووئېل پاكستان كښې د ډيجي??ائ??يشن منصوبې ته پام لرنه كوو۔ په غو??ډه كښې وفاقي وزيرانو٬ پارلماني غړو او نورو چارواكو هم ګډون كولو۔
هېواد څخه د پوليو خاتمې لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف
Caihu official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت