ملګري ملتونه 02 جولائي (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د ذمه وارۍ اصول كوم چې د نړۍ په ځينې برخو كښې د مداخلت جو??ز وړاندې كولو لپاره كارولې شوي ٬ په غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطينيانو د نسل كشۍ په مخه نيولو كښې پاتې راغلي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم په جنرل اسمبلۍ كښې د نسل كشۍ٬ جن??ي جرائمو او د انسانيت په ضد د جرائمو لاره نيولو او وګړو ته د تحفظ وركولو د ذمه وارۍ په موضوع مباحثې ته خپلې وېنا كښې خبردارے وركړو چې د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې تعينات 9 لكه هندي عسكر آزادۍ او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره په هلو ځلو كوٶنكو كشميريانو فشار لپاره وحشيانه بربريت كوي۔ ده ورياد كړل چې د “رسپانسيبلټي ټو پروټيکټ” تصور په درېو ستنو ولاړ دے ٬ وړومبے دا چې د هر رياست ذمه واري ده چې د خپلو اباديو حفاظت وكړي ٬ دوېمه دا چې د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې ??غوي رياستونو سره د خپلو آباديو تحفظ له مرسته وكړي او درېمه ده چې ??له يو رياست د دې ذمه وارۍ په ترسره كولو كښې په واضح توګه ناكامه شي نو نړيواله ورورولي دې په دې لړ كښې خپله ذمه واري ترسره كړي۔ ده ووئيل د نړيوالې ورورولۍ د ناكامۍ واضح مثال په غزه كښې روانه نسل كشي ده چرته چې د اته مياشتو راهسې د اسرائيلي ځواكونو په بريدونو كښې نزدې 40 زره فلسطينيان شهيدان او 86 زره ژوبل شوي چې ??كښې زياتره مېرمنې او ماشومان شامل دي ۔ ده ووئيل په جن?? ځپلې غزه كښې د انساني همدردۍ په بنياد د مرستې په لاره كښې هم خنډان راولاړ كړے شوي ٬ په دې هلو ځلو كښې د مرستې د نړيوالې ادارې د سلګونو په شمېر كاركنان هم وژلې شوي٬ په غزه كښې قحط او وبائي رنځونه هم خورېږي٬ دا صورتحال زيات متقاضي دے چې ??ړيواله ورورولي د دې نسل كشۍ او د جن??ي جرائمو لاره نولو لپاره د مداخلت حق استعمال كړي۔
د تحفظ د ذمه وارۍ اصول هم غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د فلسطينيانو د نسل كشۍ په مخ نيوي كښې پاتې راغلل ۔ منير اکرم
Jixiang Longhu Credit Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری