اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګوهر خان وئيلي دي پاکستان تحريک انصاف به پارلمان يا د بلې كومې اسمبلۍ څخه است??في?? نه وركوي٬ زمونږ لس نيولې شوي اېم اېن اېز دے خوشي كړے شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل مقننه، عدليه او انتظاميه د رياست درې ستنې دي٬ د يوې ادارې لپاره هم خاص فورس نه وي، سپريم کورټ سره خپل فورس نشته، آئين يوازې ا??وان ته د خپل فورس جوړولو اختيار وركړے ٬ پارلمان څخه د غړو د نيولو د پېښې تحقيقات پكار دي۔ ده ووئيل د اتوار په ورځ د لارو بندېدو په سبب جلسه تا??ير سره مخ شوې٬ زما په ضد مقدمه جوړه شوې٬ ما په ژوند كښې يو پوليس اهلكار ته ديكه نه ده وركړې ٬ مونږ غواړو چې ا??وان او سياست مضبوط وي۔ ده ووئېل مونږ مطالبه كوٶ چې زمونږ لس غړې دې خ??شي كړے شي ٬ د سپيكر په پروډکشن آرډرعملدرآمد کول آئيني ذمه داري ده، مونږ دا پرېكړه كړې چې تر څو د لسم ستمبر د پېښې تحقيقات نه وي شوي د لسو غړٶ نه علاوه به زمونږ يو غړے د پارلمان په كمېټو يا غونډو كښې ګډون نه كوي۔ بلخوا د تحريك انصاف لارښود علي مح??د خان د اعتراض په نكته ووئيل د رياست مضبوطه برخه پارلمان دے٬ پرون زمونږ غړي نيولې شوي٬ پرون د سياسي ګوندونو په غونډه كښې په دوو نكاتو اتفاق شوے چې د نيولے شوو غړٶ پروډکشن آرډر به جاري كولې شي٬ دوېم سپيكر ووئيل زه به خپله آېف آئي ار درج كوم٬ ټول ايوان د سپيکر د احکاماتو مرسته كوي۔ ده ووئيل په پروډکشن آرډر دې عملدرآمد وكړے شي٬ دوهم سپيكر ووئيل سپيكر به پخپله راځي او په دې لر كښې به د پېشرفت نه غونډه خبروي۔
پي ټي آئي به پارلمان يا د بلې اسمبلۍ څخه استعفيٰ نه وركوي،زمونږ لس نيولې شوې اېم اېن اېز دې خوشي كړے شي۔ بېرسټر ګوهرخان
इलेक्ट्रॉनिक जांच आधिकारिक मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará