اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي د سپيکر اياز ص??دق د پارلمان بر لاسي لپاره چيف اليکشن کمشنر ته چېټۍ ليكلې٬ د خاص ??وكو پحقله د پرېكړې په سبب يو شمېر پوښتنې رامخئ ته شوي٬ په يو ګوند كښې شامل شوے كس بيا په دوېم كښې څانګه شاملېدې شي؟ يوې ادارې ته هم د آئين د خپلې خوښې د تشريح حق ترلاسه نه دے٬ آئين كښې د قانون سا??ي او د بدلون كولو اختيار صرف پارلمان سره دے۔ د زيارت په ورځ ميډيا ??ره په خبرو كښې ده ووئيل د سپيکر اياز ص??دق د پارلمان بر لاسي لپاره چيف اليکشن کمشنر ته د ليكلې شوې چيټۍ پحقله د حكومت موقف اولس ته رسېدل پكار دي٬ سپيکر تل خپلې چوكۍ سره انصاف كړے او په اي??ان كښې موجودو ټولو سياسي ګوندونو سره يې ښه رويه لرلې او دا هڅه ئې كړې چې د يو غړي حق تلفي ونه شي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي د غړو پحقله چې كله قرارداد اي??ان ته وړاندې كړے شو نو سپيكر رولنګ وركړو او نه يوازې د دوي پروډکشن آرډر ئې جاري كړو بلكې د غړو د حقونو تحفظ لپاره ئې كمېټي هم جوړه كړه ۔د سپيكر كردار تل د پارلمان سرلوړۍ او د غړو د حقونو تحفظ لپاره ښه پاتي دے او د سياسي ګوندونو غړو تل د سپيكر د پرېكړو تائيد كړے۔ ده ووئيل نن د پارلمان بر لاسي لپاره سپيکر چيف اليکشن کمشنر ته چيټۍ ليكلې ده كومه چې د پاكستان د پارلمان په تاريخ كښې يو مهم سنګ ميل دے٬ ده ووئيل په آئين كښې پارلمان ته د قانون سا??ۍ حق ترلاسه دے، دا اختيار بلې ادارې سره نشته٬ اولس خپل نمائندګان اي??ان ته رالېږي او دوي ته حق وركوي چې په اي??ان كښې قانون سا??ي او آئين كښې بدلونونه وكړې شي۔ ده ووئيل سپيكر خپله چيټۍ كښې بالكل درست وئيلي دي چې په اليکشن ايکټ 2017 كوم كښې چې كوم بدلون شوے په ھغې كښې د وړاندې نه دا رول شته چې آزاد كانديد په 48 سا??تو كښې يو نه يو ګوند كښې شاملېدے شي ۔ ده ووئيل په يو ګوند كښې شامل شوے كس څنګه بيا په بل كښې شاملېدے شي؟ ده ووئيل تېروتنه د تحريک انصاف څخه شوې وه٬ تحريك انصاف له په داسې ګوند كښې شاملېدل پكار وو چې ھغه وجود لرلٶ خو دوي په سني اتحاد کونسل كښې شامل شول د كوم چې په اي??ان كښې وجود نه ٶ او بيا ?? يوې پرېكړې د لارې دوي ته دا حق وركړے شو چې تاسو په تحريك انصاف كښې شامل شئ۔ ده ووئيل د آرټيکل 63 اے تشريح د خپل خواهش له مخې شوې او په دې كښې د پارلمان د بر لاسي خيال نه دې سا??لے شوے او چې كله د خاص ??وكو پرېكړه راځي نو په ھغې كښې آزاد كانديدانو ته وئېلې كېږي چې تاسو د تحريك انصاف غړي ئې۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل يوې ادارې ته هم د آئين د خپلې خوښې د تشريح حق ترلاسه نه دے۔ آئين كښې د قانون سا??ي او د بدلون كولو اختيار يوازې پارلمان سره دے٬ ده ووئيل ان شاء الله مونږ به د پارلمان سرلوړۍ لپاره خپل كردار لوبوٶ۔
سپيکر اياز صادق د پارلمان بر لاسي لپاره چيف اليکشن کمشنر ته چېټۍ ليكلې٬ يوې ادارې ته هم د آئين د خپلې خوښې د تشريح كولو حق نه دے ترلاسه ۔وفاقي وزير عطاء الله تارړ
MG Electronic Credit Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج