اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د چين وزيرا??ظم لي چيانګ د ګل په ورځ په څلور ورځنۍ دوره پاکستان ته رارسيدلے دے۔ د چين وزيرا??ظم به د خپلي دورې په مهال د هېواد اعليٰ سول او پوځي قيادت سره ملاقاتونه كوي او شنګھائي ??رستي تنظيم د حکومتي مشرانو کونسل غونډه كښې به ګډون كوي۔د چين وزيرا??ظم سره وزيران او اعليٰ چارواكو پلاوي هم راغلي چې پكښې د خارجه وزارت ٬ تجارت وزارت، نېشنل ډويلپمنټ اينډ ريفارم کمېشن ??و چين نړيوالي پرمختيائي ايجنسۍ افسران هم شامل دي۔ د چين د كوم هم وزيرا??ظم د تيرو 11 كلونو نه پس دا وړومبۍ دوره ده۔نورخان ائيربيش ته په رارسيدو وزيرا??ظم محمد شهباز شريف او نائب وزيرا??ظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د وفاقي کابيني غړو او سول اعليٰ سرکاري چارواكو د وزيرا??ظم لي چيانګ تود هركلے وكړو۔ په دې موقع په روايتي پاکستاني لباس كښې دوو ماشومانو هغه ته د ګلونو ډالۍ وركړه دغسې هغه ته د 21 توپو سلامي هم وكړې شوه۔ د پاکستان د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلي هم ورته سلامي وكړه۔د چين وزيرا??ظم به دې نه پس په وزيرا??ظم هاؤس كښې د وزيرا??ظم شهباز شريف سره ملاقات کوي چرته به چې هغه ته په رسمي توګه د هر كلي دستوره كښې ګارډ آف آنر وړاندې كولې شي۔دې نه پس به دواړه وزيراعظمان د پلاويو په كچه خبرې اترې كوي چې پكښې به پد ټولو اړخونو پشمول اقتصادي او تجارتي اړيكو ??و چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ ترمخه په مرسته د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ډلي به د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ دوايم پړاؤ (سي پيك ټو) او نور ميګا پراجيکټس پشمول د دوه اړخيزه مرستي لا قوي كولو لپاره د مفاهم په يادښتونو لاس ليك هم كوي۔د چين وزيرا??ظم به د ګوادر نړيوال هوائي ??يدان ورچوئل پرانسته هم كوي۔د پاكستان خپلې دورې په مهال به د چين وزيرا??ظم د صدر آصف علي زرداري او پاکستان پارليماني لارښودو او اعليٰ عسکري قيادت سره ملاقاتونه كوي،دې نه ځانله به هغه په 15-16 اکتوبر په اسلام آباد كښې كيدونكي شنګھائي ??رستي تنظيم (اېس سي او) مشرانو کونسل په غونډه كښې هم ګډون كوي۔
د چين وزيراعظم لي چيانګ په څلور ورځنۍ دوره پاکستان ته راورسيد
अमेरिकी ब्लैकजैक ईमानदार मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز