لاهور 10فروري (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې پاکستان به په دې سخت وخت كښې د ت??كيې وروڼو په مرسته كښې كوم كمې نه شي كولې،په دې ډول حالات كښې به تركيه يواځي نه شي پرېښودلې،د ت??کیې اولس سره د يووالي څرګندونه كوو،هيله لرو چې ترکیه به ډير زر دې سختو حالاتو څخه بهر راوځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ت??كيې زلزله ځپليو لپاره د مرستي سامان لېږلو په موقع د لاهور په هوائي ميدان په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د پنجاب نګران وزیر اعلی پنجاب محسن نقوی، د ت??کیې قونصل جنرل او این ډی اېم اے چیئرمېن هم موجود ؤ۔وزیر اعظم محمد شهباز شریف ووئيل د زلزلي له امله ترکیه او سوريه كښې قيمتي ځاني زيان شوې، زمونږ وروڼه هېوادونه تركيه او سوريه كښې زلزلي چې كومه تباهي كړي چې په نتيجه كښې ئې لوي انساني زيان شوي چې پكښې ماشومان او مشران وګړي هم شامل دي دغسې ګڼ شمير كسان بې كوره شوي او ژوبل شوې دي، وګړي د بې وصۍ په حالاتو كښې خپل خپلوان لټوي۔ده ووئيل ترکیه او سوريه كښې هر پلو څه عجيبه حالات دي،مونږ هيله لرو چې د ت??کیې اولس به د خپل لیډر صدر طیب اردګان په مشرۍ كښې دې سخت وخت خخه بهر راوځي دغسې د سوريه اولس به هم په مړانه د حالاتو مقابله كولو سره بهر راوځي۔وزیر اعظم ووئيل په دې وخت كښې د پاکستان 22 کروړه اولس د ت??كيې سره ولاړ دې او د هغوي په غم كښې برابر شريك دې،ترکیه كښې د زلزلي نه پس په سمدستي توګه د ت??كيې صدر طیب اردګان سره ټيلفوني تماس په مهال وئيلي د پاکستان اولس هغوي سره ولاړ دې او هغوي له د هر ډول مرستي باور روكوو، پاکستان به ترکیه چري هم يواځي نه پريږدي
په دې سخت وخت كښې به د تركيې وروڼو مرسته كښې كوم كمې نه شي كولې۔محمد شهباز شريف
Mr. Harlowen APP game website
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil