اسلام آباد 19مئی(اے پی پی) د صدر ډاكټر عارف علوي د پي ټي وي جنرل منيجر(جي اېم) خالد محمود لكهن په ضد د هراسانۍ د مخ نيوي وفاقي محتسب لخوا اورولې شوې سزا برقرار ساتلې ده ۔د جنسي ځورونې په كيس كښې د پي ټي وي جي اېم ته د ملازمت څخه د اخوا كولو او د 10 لكه روپو جرمانې سزا اورولې شوې وه ۔په خالد محمود د پي ټي وي ملتان سېنټر د يوې مېرمنې ميك اپ آرټسټ د ځورونې تور په ثابتېدو د هراسانۍ مخ نيوي وفاقي محتسب په يوه اونۍ كښې دننه په ملزم ياده شوې سزا د عائد كولو هم هدايت كړے ؤ ۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د پي ټي وي جي اېم لخوا د وفاقي محتسب پريكړې په ضد درخواست رد كړے دے ۔ده په خپله پريكړه كښې وئېلې دي زمونږ مذهب او قانون دواړه دا دغسې عمل په سختۍ سره مخ نيوې كوي٬په ټولنه كښې سماج دښمنه او د مېرمنو ځورونكو ته ښكاره پیغام وركو?? ضرورې دي ٬پاكستان د مېرمنو سره دا نامناسب رويې برداشت كولې نه شي۔صدر مملكت ووئيل ملزم پخپله كاروائي اوږده كړې او ??يا ??يا ئې د التوا ګټه څخه پورته كړې۔ده ووئيل د منصفانه ټرائل حق د انصاف تسليم شوي ??صو?? دي٬خو د قانوني عمل غلط استعمال هم ا??ازه نشته٬ضروري ده چې مونږ د مېرمنو لپاره اولسي او د ملازمت ځايونه محفوظ جوړ كړو٬د ??يا ??يا التوا د رجحان حوصله ماتولو ته ضرورت دے۔صدر مملكت ووئيل په دې كيس كښې د هراسا مخ نيوي وفاقي محتسب درست حكم جاري كړے ٬پريكړه په قانون او حقائق اډانه ده
صدر ډاكټر عارف علوي د پي ټي وي جنرل منيجر په ضد د ځورونې په كيس كښې سزا برقرار وساتله
GW lottery online entertainment link
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر