اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) د آئي ټي نګران وفاقي وزير عمر سېف وئيلي دي وفاقي كا??ينې آئي ټي څانګې لپاره د 3 پالېسيو منظوري وركړې ٬ په هېواد كښې سائبر اسپېس محفوظولو له به نېشنل سائبر کرائم انوېسټی ګېشن اتھارټی جوړولې شي ٬ په هېواد كښ?? به ډېر زر فائیو جی ټېکنالوجی معارفي كړې شي۔ ده د وفاقي كا??ينې غونډې څخه وروستو وفاقي وزيرانو سره په ګډه ميډيا ته بريفنګ وركولو۔ د آئي ټي وفاقي وزير عمر سېف ووئيل نن كا??ينې درې سترې پرېكړې كړي ۔ كا??ينې د آئي ټي سېكټر په اړه پاكستان كښې اولنۍ سپېس پالېسی منظور كړې كومه چې زياته ضروري ده۔ ده ووئيل كا??ينې څخه د سپېس پالېسۍ منظورېدو سره به اوس پرائیوېټ سېکټر هم دې څانګه كښې سروسز برابروي او په دې كښې يو شمېر كمپنۍ دا سروسز آفر كوي۔ ده ووئيل مونږ چې كومه پالېسي جوړه كړی هغه متوازن ده۔ ده ووئيل په پاكستان كښې په راروانو دوو مياشتو كښ?? به نجي كمپنۍ خپل سروسز آفر كول پېل كړي چې ورسره به د سپېس پالېسۍ لاندې د سپارکو نېشنل سپېس پروګرام ته تحفظ ترلاسه شي او ??ې لپاره به فنډنګ رامخې ته كړې شي دغسې چې دې كښې لا جدت راوستلے شي۔ ده ووئيل د سائبر کرائم پېښو تحقيقات لپاره يوه نوې ايجنسي جوړه كړې شوې چې نامه يۍ نېشنل سائبر کرائم انوېسټی ګېشن اتھارټی ده۔ كا??ينې نن د دې هم منظوري وركړې ۔ ده ووئيل كا??ينې د فائیو جی سپېکټرم لپاره هم لويه پرېكړه كړې ده۔ كا??ينې پرېكړه كړې چې حكومت سره چې ??ومره سپكټرم دي هغه دې پرائېوېټ سېكټر ته وركړې شي دغسې چې هغه وده وكړي او سروسز هم زيات كړي۔ ده ووئيل فائيو جي به پاكستان كښې معارفي كولي شي۔ ده ووئيل كا??ينې د ټېلی کام ټربیونل هم منظوري وركړې په كومه كښ?? به چې د ټېلي كام څانګې ټول كېسونه د هائي كورټ په ځاے دې ټربيونل ته راوړلے شي۔ په دې ټربیونل كښ?? به د دې څانګې د كا??پوهه كسانو خذمات ترلاسه كولې شي كوم به چې د آئي ټي پالېسۍ څخه ښه خبر وي۔
وفاقي كابينې آئي ټي څانګې لپاره د 3 پالېسيو منظوري وركړه ٬ په هېواد كښې سائبر اسپېس محفوظولو لپاره به نېشنل سائبر کرائم انوېسټی ګېشن اتھارټی جوړولې شي ٬ د آئي ټي نګران وزير عمر سېف
Little Red Riding Hood Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا