اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د مسلم ليګ( ن) او ات??ادي ګوندونو اميدوار سردار اياز صادق د 199 ووټونو په ترلاسه كولو د قامي اسمبلۍ سپيكر ټاكلے شوے٬ موده ترسره كونكې سپيكر راجه پروېز اشرف نوي ټاكلي سپيكر څخه سوګند واغست ٬ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غٶنډه كښې د نوي سپيكر انتخاب لپاره پولنګ وشو۔ د پولنګ عمل 11 بجو نه د جمعې د مونځ نه وروستو هم جاري ٶ او د دې ??ه پس د قامي اسمبلۍ سېكرټري نورې عملې سره د پولنګ اېجنټس په موجودګۍ كښې شمېره وكړه٬ په مجموعي توګه 291 ووټ كاسټ شول چې پكښې يو ووټ مسترد شو٬ دغسې سردار اياز صادق 199 ووټونه ترلاسه كړل او د ده په مقابل كښې د سني ات??اد كونسل عامر ډوګر 91 ووټونه ترلاسه كړل ۔ د شمېرې نه وروستو ات??ادي ګوندونو سردار اياز صادق له مباركي وركړه٬ د دې ??ه پس نوې ټاكلي سپيکر سردار اياز صادق د سني ات??اد کونسل كانديد ملک عامر ډوګر چوكۍ له لاړ او جمهوري ??مل كښې په برخه جوړېدو ئې د هغه مننه وكړه ۔ اياز صادق د قامي اسمبلۍ 22م سپيكر ټاكلے شوے څوك چې د دې ??ه وړاندې د كال 2013 نه تر كال 2018 هم د قامي اسمبلۍ سپيكر پاتې شوے ۔
د مسلم ليګ (ن) او اتحادي ګوندونو اميدوار سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ 22م سپيكر وټاكلے شو
Longhuyun official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا