اسلام آباد۔29جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پارليمنټېريزم نړيوالې ورځې په مناسبت خپل پېغام كښې د نړۍ ټولو پارلمانونو ته مباركي وركړې ده۔ ده ووئيل دا ورځ ډېره مهمه ده ځكه چې په همدې ورځ د بين الپارليماني اتحاد كليزه هم نمانځل كې??ي۔ ده ووئيل پارلېماني ادارې د جمهوري رويې په وده كښې مهم كردار ادا كوي۔ د سېنېټ سېكرټريټ مېډيا ډائرېكټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي چې په ننۍ ورځ به مونږ له د پارليمنټېرينز په توګه د پارليماني جمهوريت اقدار په ځايې ساتلو له د خپل عزم پخلې كول وي۔ دغسې مونږ له به مكالمې او دوه اړخيزه احترام ته وده وركولو سره سره د ټولنې په ګټه د قانون سازۍ ايجنډې ته وده وركولو له سخته خواري كول وي۔ ده ووئيل پارليماني حكومت سره ژور تړون د راتلونكو نسلونو روښانه سباؤن په جوړولو كښې مهم رول لوبوي۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون ، ترهګري، افراطیت، مخ په ز??اتیدونکې شخړې او نو?? چېلنجونه د نړۍ بقا لپاره خطر جوړېږي٬ د دې مخنيوي له يو فعاله فرېم ورك او اجتماعي نقطه نظر ته سخته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاكستان پارليمان امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ ته وده وركولو له د ګردې نړۍ پارليمانونو سره دے۔
د جمهوري رويې په وده كښې پارليماني ادارې مهم رور لوبوي٬ يوسف رضا ګيلاني
Saba Sports Reliable Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز