کوئټه 22 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي نړۍ هنرمند افرادي قوت ته اړتيا لري٬ د پاكستان د لسو نه تر 15 لكه ځوانان د نړيوال ماركيټ برخه جوړېدې شي، په قدرتي آفتونو كښې نړۍ زمونږ مرسته نه ده كړې ٬ حكومت پرېكړه كړې چې د قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره د اړوندو ادارو پشمول نيشنل والنټيئر کور او د ځوانانو مسئلې په ګوته ك??لو لپاره دې قامي يوته كونسل جوړ كړے شي او ځوانان دې په فېصله سازۍ كښې حصه دار كړے شي، ځوانان هنر منده جوړ??لو لپاره انټرن شپ پروګرام پېل كوٶ، ??لو??ستان كښې د خرابو حالاتو باوجود ځوانانو د تعليم پشمول په هره څانګه كښې خپل مقام جوړ كړے كوم چې نورو لپاره رول ماډل دے، وفاقي حکومت يوازې موقعې وركولې شي خو ښه سباٶن جوړول د ځوانانو په ل????و كښې دے٬ د ترهګرۍ پشمول د دښمن د ټ??لو سازشونو مقابله ك??لو لپاره ځوانان دې زمونږ د اول دستې كردار تر سره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ??لو??ستان يونيورسټي آف انفارميشن ټيکنالوجي ، انجينئرنګ اينډ منيجمنټ سائنسز كښې د ځائي ځوانانو لپاره د رسنې وړ سماجي كاروبار په عنوان د پي پي اے اېف٬ د اېن آئي سي بيوټمز او نورو ادارو په مرسته تابيا شوې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د قامي ورثه و كلتور ډويژن ايډوائزر کاشف ارشاد، د پاکستان پاورټي ايويليشن فنډ (پي پي اے اېف) چيف اېګزيکټو آفيسر نادر ګل بړيچ، د بيوټمز يونيورسټي پرو وائس چانسلر پروفيسر عبدالرحمٰن اچکزئي، مديحه اسلم، ډائريکټر اين آئي سي محمد شاه خان او نور هم مونود وو۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د ځوانانو په حوصله ليدلو خوشحاله شوم٬ دا ھغه پاكستان دے كوم لپاره چې زمونږ مشرانو هڅې كړې وې٬ د پاكستان په جوړېدو كښې د ??لو??ستان ووټ مهم ٶ او دے۔ ده ووئېل د ??لو??ستان سباون روښانه دے٬ په تعليمي ادارو كښې د ځوانانو او انجونو حوصلې څخه داسې برېښي چې د پاكستان ترقي څوك هم نشي ايسارولې۔ ده ووئيل د ځوانانو ښه سباٶن جوړ??لو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل حکومت موقعې وركولې شي خو بهتر سباون د ځوانانو په ل????و كښې دے، كله چې د ځوانانو سباٶن جوړ شي نو د سيمې٬ صوبې او هېواد سباٶن به جوړ شي۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د وفاقي حکومت لخوا د وزيراعظم يوتھ پروګرام د لارې د سود نه پاك پور وركړے كېږي او په پاكستان كښې دوه لكه ځوانان دې پروګرام څخه مستفيد شوي۔ ده ووئيل نړۍ اوس د يو كلي شكل اختيار كړے چرته چې اېن آئي سي غوندې ادارې ځوانانو ته ل??رې ښائي، ده ووئېل كله چې محمد شهباز شريف د پنجاب وزيراعليٰ ٶ نو ھغه وخت ئې هم وړومبۍ پام لرنه ځوانانو ته وه٬ د ھغه وخت د پنجاب ايجوکيشن انډومنټ فنډ څخه مستفيد كېدونكې وړومبي ځوان چې پلار ئې د رنګ كار ك??لو نن ھغه سرجن دے څوك چې نه يوازې خپل ځان بلكې سيمې لپاره موثره ثابتېږي۔ ده ووئيل د ??لو??ستان ځوانان او پېغلې دې نيشنل انوويشن ايوارډ كښې رجسټر كړې شي۔ده ووئيل د پاکستان په ضد د سازشونو ناكامه ك??لو ذمه واري د فيوچر ليډرز آف پاکستان ده۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د پنجاب د برخې څخه 10 بېليونه روپۍ ??لو??ستان ته په اېن اېف سي ايوارډ كښې وركړې، كله چې په كوئټه كښې د ترهګرۍ پېښه كېږي نو نړۍ مونږ د ??لو??و٬ پښتنو يا د پنجابيانو په نامه نه بلكې د پاكستان په نامه يادوي او ليكي۔ ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې قامي يوتھ کونسل جوړوٶ چې پكښې به سل ځوانان او پېغلې ټاكلې كېږي۔ په دې موقع د قامي ورثه او کلچر ډويژن ايډوائزر کاشف ارشاد٬ د پي پي اے اېف چيف ايګزيکټو آفيسر نادر ګل بړيچ هم وېنا وكړه۔
نړۍ هنرمند افرادي قوت ته اړتيا لري٬ د پاكستان د لسو نه تر 15 لكه ځوانان د نړيوال ماركيټ برخه جوړېدې شي۔ د وزيراعظم يوته پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان
Jixiang Longhu Credibility Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن