APP32-150322
LAHORE: March 15 - President Dr. Arif Alvi addressing the passing out ceremony of 49th Common Training Program (CTP) at Civil Services Academy. APP Photo by Mustafa Lashari
لاهور12اګست (اے پي پ??)صدر ډاک??ر عارف علوي وئيلي دي د صدر په توګه زه وائيم چې د هېواد ټولې ادارې د احترام وړ دي٬ مونږ چا سره هم په جنګ كولو باور نه لرو۔ د جمعې په ورځ ګورنر هاٶس لاهور كښې نوميالو ميډيا پرسنز سره په خبرو كښې ده ووئيل ټولو مهمو شراكتدارو له د يو بل خبره اورېدو لپاره په يو مېز مشاورتي عمل پېل كولو ته اړتيا ده۔۔ ده ووئيل د دې خبرو مقصد د موجوده سياسي او معاشي صورتحال پحقله مستند ان پټ ترلاسه كول د هېواد د سياسي درجه حرارت ك??ولو لپاره په ممكنه طريقو او ذريعو د خيالاتو څرګندونه كول دي۔ده ووئيل ټولو مهمو شراكتدارو له د يو بل خبره اورېدو لپاره په يو مېز مشاورتي عمل پېل كولو ته اړتيا ده خو د صدر آئيني كردار ما له په باضابطه توګه ټولو شراكتدارو ته د رسېدو اجاز نه راكوي۔ ده ووئيل دا د اېګزېكټو٬ د ايوان دننه د اپوزيشن او د اړوندو ادارو ذمه واري ده چې ھغوي د پولرائزيشن خاتمې لپاره كار وكړي۔ د يو خبريال خيالاتو سره په اتفاق كولو كښېصدر ووئيل سياسي ګوندنو او شراكتدارو له په خاص توګه آزادانه او سپېځلې ټاكنې كولو لپاره او د معيشت چارټر جوړولو لپاره په ګډه يو متفقه لاره لټولو ته اړتيا ده دغسې چې موجوده سياسي پ??لرائزيشن او معاشي صورتحال كښې بهتري پېدا كولو له مرسته تر لاسه شي۔