اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د حکومت د اتحادي ګوندونو مشرانو آئيني تعيناتو په اړه د پرېكړې واك وزيراعظم شهباز شريف له وركړے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اتحادي ګوندونو د مشرانو غونډه په وزيراعظم هاٶس كښې شوې٬ غونډه د آئيني تقرريو پحقله په يو نكاتي اېجنډا شوې٬ ټولو اتحادي ګوندونو د آئيني تعيناتو په اړه د پرېكړې اختيار وزيراعظم شهباز شريف له وركړے او په وزيراعظم شهباز شريف ئې د بشپړ باور څرګندونه كولو سره وئيلې دي تا??و چې كومه پرېكړه كوې مونږ به ستاسو سره ولاړ يو٬ پخواني صدر او د پيپلز پارټۍ شريك چيئرمېن آصف علي زرداري غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل تا??و وزيراعظم ئې او آئين دا اختيار او استحقاق تا??و له دركړے٬ دغسې په مشاورت كولو اتحادي ګوندونو د وزيراعظم او وزيراعظم شهباز شريف په باور څرګندونه د اتحادي ګوندونو او د دوي د مشرانو مننه كړې ۔ په دې موقع د جے يو آئي (ف) امير مولانا فضل الرحمان ووئيل وزيراعظم چې كومه پرېكړه وكړي زمونږ ګوند به ورسره ولاړ وي او تا??يد به ئې كوي۔ د بلوچستان عوامي پارټۍ مشر خالد مګسي ووئيل مونږ به ستاسو د پرېكړې سره په كلكه ولاړ يو۔ دغسې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ووئيل ميا صاحب مونږ ستاسو د پرېكړې تا??يد كوو٬ د اېم کيو اېم پاکستان ډاکټر خالد مقبول صديقي ووېيل مونږ په تا??و بشپړ باور لرو٬ تا??و آئيني حق لرئ٬ تا??و چې مونږ سره مشاورت وكړو په دې مونږ ستاسو مننه كوٶ۔ ملاقات كښې اسلم بھوتاني ووئيل د آئين له مخې پرېكړه تا??و له كول دي او مونږ ستاسو د پرېكړې تا??يد كوٶ٬ محسن داوړ٬ آفتاب شېر پاؤ ووئيل اختيار تا??و سره دے مونږ په تا??و باور لرو۔ شازين بګټي ووئېل د پرېكړې واك مونږ تا??و له دركړے ٬ تا??و پرېكړه وكړې او مونږ ستاسو سره ولاړ يو۔ ملاقات كښې شاهد خاقان عباسي ووئيل د ټولو ګوندونو په وزيراعظم شهباز شريف د باور څرګندونه كړې او مونږ لپاره د وياړ خبره ده۔
د حکومت اتحادي ګوندونو مشرانو آئيني تعيناتو په اړه د پرېكړې واك وزيراعظم شهباز شريف له وركړو
Rich emoticons APP game download
APP77-231122
ISLAMABAD: November 23 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting of the leaders of Coalition parties. APP/TZD/FHA
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات