اسلام آباد۔15دسمبر(اے پی پی) د تاجكستان صدر امام علي رحمان د زيارت په ورځ د پاكستان د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره ملاقات وكړو۔ د دفاع وزير د تاجكستان عسكري او ??ول مشرتابه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او په دې خبره يۍ رڼا واچوله چې د افغانستان د ګاونډي هېواد كېدو په توګه پاكستان او ??اجكستان دواړه يو ډول امنيتي چلېنجونو او ??طرو سره مخ دي٬ پاكستان د ټولو مسئلو په سولييز حل باو??ي لري او په منطقه كښې امن او ??ستحكام ته وده وركول?? له د تاجكستان د هڅو ستائنه كوي۔ په دې خبره موافقه وشوه چې پاكستان به انټېلي جنس صلاحيتونو كښې زياتوالي او ?? تاجك وسله والو ځواكونو سره د تكنيكي مهارت په تبادله كښې مرسته كوي۔ د دفاع وزير د وسله والو ځواكونو ترمينځه د لوبو د مقابلو او په خصوصي موقعو د دواړو هېوادونو د پوځي بېنډ نندارتون كولو وړاندېز وركرو۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزې دفاعي مرستې سره د اړوندو چارو په شمولو په دفاعي همكارۍ كښې د نوؤ لارو په لټولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ تاجك صدر د دې لوظ پخلې وكړو چې د هغه حكومت به دوه اړخيزه اړيكې مضبوطولو او مستحكمول?? له پاكستان سره په ګډه كار كوي۔ ده د دفاع وزير ته د تاجكستان د دورې كولو بلنه وركړه۔
د تاجك صدر امام علي رحمان د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره ملاقات ٬ دفاعي همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه
PUBG APP game download
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania