اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم م??مد شهباز شريف وئيلي دي چې د کرسمس په موقع پاکستان له د مذهبي ر??اد??رۍ او ورورولۍ مثال جوړولو سره امن او هېواد د ستونزو نه بهر كولو لپاره د خپل كردار لوبولو د عزم پكار دے، کرسمس تهوار د آفاقي محبت ٬ ورورولۍ، برداشت او د ايثار درس وركوي كوم چې هره معاشره د پرمختګ په لور روانولو كښې كليدي كردار ادا كوي٬ د نړۍ هېوادونو له به د حضرت عيسي د محبت پيغام د لارې مشعل جوړولو سره كركه تل لپاره ختمول وي دغسې چې نړۍ كښې امن راشي ٬ د پاكستان آئينِ اقليتونو ته خاص تحفظ وركوي۔ ۔ وزيراعظم دا خبره د كرسمس په موقع خپل يو پېغام كښې كړې كوم كښئ (نن) د اتوار په ورځ د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې لمانځلې كېږي۔ وزيراعظم خپل پېغام كښې مسيحي ټولنې له د كرسمس د خوشحالو مباركي وركولو سره ووئيل پيغمبر خدا حضرت عيسي عليه السلام د انسانيت په زخمونو مرهم اېښې او د لوي څښتن پېغام ئې ټول انسانيت ته رسولې٬ د امن، ورورولۍ، ر??اد??ري او برداشت درس وركولو سره حضرت عيسي عليه سلام د ټول انسانيت دنياوي او اخروي ژوند سم كړې٬ د ھغوي اخلاقي تعليمات او لارښودنه ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے۔ وزيراعظم ووئيل د 21مې پېړۍ انسان ته د حضرت عيسي عليه السلام د انساني همدردۍ، محبت، ر??اد??رۍ او ورورولۍ په پېغام عمل كولو ته اړتيا ده، ګرده نړۍ كښې په تېرو څو لسيزو كښې مذهبي عدم برداشت زيات شوې د كومې لارې نيولو لپاره چې ټولو انسانانو لپاره د مذهبي ورورولۍ او د مذهبي ر??اد??رۍ په پېغام عملدرآمد ته اړتيا ده۔ ده ووئيل تاريخ ګواه دې چې د پاکستان مسيحي برادرۍ د هېواد په تعمير او پرمختګ، د هېواد دفاع، عدليه او په هره څانګه كښې د ع??م و عمل په هر مېدان كښې خپل مثبت كردار لوبولې٬ د پاكستان بقا لپاره د مسيحي ورورولۍ قربانۍ د نه هېرېدو دي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان دا مهال د تاريخ سخت دور څخه تېرېږي چرته چې مونږ له د يو قام په حېث د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره محنت كول دي٬ دا زمون?? د ??ولو هېواد دې راځۍ : چې د کرسمس په موقع مونږ پاکستان له د مذهبي ر??اد??رۍ او ورورولۍ مثال جوړولو سره امن او هېواد د ستونزو نه بهر كولو لپاره د خپل كردار لوبولو۔ پاکستان پائنده باد
د کرسمس په موقع پاکستان له د مذهبي روادارۍ او ورورولۍ مثال جوړولو سره امن او هېواد د ستونزو نه بهر كولو لپاره د خپل كردار لوبولو د عزم پكار دے ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د کرسمس په موقع پېغام
Oriental Prosperity APP game website
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں