کراچۍ 13 جنوري (??ے پي پي) کراچۍ كښې د پاكستان د وړومبني الېكټرك بس سروس د اطلاعات٬ د ټرانسپورټ او ماس ټرانزټ وزير شرجيل انعام مېمن ٬ د بلديات وزير سيد ناصر حسېن شاہ او د محنت وزير سعيد غني سره پرانسته كړې۔ د جاري اعلاميې له مخئ په دې موقع د سندھ اسمبلۍ غړے ګھنور خان اسران، د ټرانسپورټ سېكرټري عبدالحليم شېخ د پي ډي اېن آر ټي سي صهيب شفيق او نور هم موجود وو۔ په دې موقع صوبائي وزير په الېكټرك بس سروس كښې ?? سهولتونو ??اج واخست او په بس كښې ئې سفر هم وكړو۔ په دې موقع صوبائي وزير شرجیل انعام مېمن ميډيا ته ووئيل د پاكستان د وړومبني الېكټرك بس سروس پېل نن كراچۍ څخه كېږي٬ دا ماحول دوست الېكټرك بسونه دي كوم چې په چارجنګ چلېږي، د ارواپائي معيار دې بسونو څخه به آلودګي نه خپرېږي۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوٶ چې د آلودګۍ خاتمې سره سره وګړو ته په كم نه كمه كرايه د سفر ښه سهولتونه وركړو۔ ده ووئيل بس سروس به د ټېنك چوك جناح ايونيو څخه ايئرپورټ٬ كورنګي روډ٬ خيابان اتحاد څخه كلاك ټاور او تر سي ويو چلېږي
کراچۍ كښې د پاكستان د وړومبني الېكټرك بس سروس پرانسته وكړې شوه
Elf's Wish APP game platform download
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات