اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي) صد?? مملكت ډاكټر عارف علوي د هېواد په علمائے كرامو او مشائخو زور راوړے دے چې هغ??ي دې د قرآن او سنت په رڼا كښې د اسلام حقيقي تعليمات رامخې ته كولو سره د انتهاخوښۍ٬ ترهه ګرۍ او فرقه واريت خاتمې لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ صد?? مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د علماﺀ كرامو او مشائخو يو پلاوي سره ??ه خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې هغ?? سره ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري د علماﺀ مشائح يو والي كونسل آف پاكستان چيئرمېن قادري هدايت الله ميراني كوله۔په پلاوي كښې محمد یونس قریشی، مولانا ګل ولی، میجر احتشام الدین کیانی، پروفیسر عبدالغفار شاہ بخاری، عبدالرحیم عباسی، نور الٰهی، فهد مقصود، حمید اللہ خان، شی?? مظهر حسین، شی?? ضیاءالرحمن، علامه مفتی محمود احمد تبسم او جمال خان شامل وو۔صد?? مملكت پلاوي سره ??ه خبرو كښې ووئيل چې پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او عسكريت خوښۍ په چېلنجونو قابو موندلو له د علمائے كرام لخوا يو بشپړه اېكشن پلان ته حاجت دے۔ صد?? مملكت په علماﺀ كرامو زور راوړو چې هغ??ي دې د انتها خوښۍ په حوصله شكنۍ او د ټولنې اصلاح كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل چې علماﺀ كرام دې قامي يو والي٬ مذهبي روادارۍ او د مذهبونو ترمينځه همږۍ او امن ته وده وركړي۔ صد?? مملكت ووئيل چې دا د مذهبي سكالرانو ذمه واري ده چې هغ??ي د اسلام حقيقي تعليمات خلكو ??ه خاص ??وګه ځوانانو ته ورسوي ٬ دغسې سماجي اصلاحات دې وكړي او په ټولنه كښې دې اخلاقياتو ته وده وركړي۔ ده ووئيل چې پاكستان نظم وضبط٬ استقامت٬ اخلاقياتو او سماجي انصاف ته وده وركولو سره پرمختګ كولے شي او په ټوله نړۍ كښې خپل صحيح مقام ترلاسه كولے شي۔ صدر ووئيل چې علماﺀ كرامو له به ټولنې څخه د تفرقې لرې كولو او په هېواد كښې اتحاد او يو والي ته وده وركولو له كار كول وي
علمائے كرام او مشائخ له به د قرآن او سنت په رڼا كښې د اسلام حقيقي تعليمات رامخې ته كولو كښې خپل كردار ترسره كول وي٬ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
Rise of Asgard APP game website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں