اسلام آباد 03 اپریل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي اتحادي حکومت په موجوده بینچ د عدم اعتماد څرګندونه كړې ،د اولس د زړونو ترجمانی کوم جرم نه دے ،د فل کورټ پريكړه ټول قام له په منلو ئې وخت نه لږي۔د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې ده ووئيل اوس هم بايد چیف جسټس د دې خبري ??یال ولري ??و هغه فل کورټ کېښنوي ځكه چې د ه??وي پريكړه به قام منلو له په تسليمولو كښې وخت ته لګي ، موجوده بینچ څخه پريكړه كول د انصاف د تقاضو په ضد ده۔وزیراعظم ووئيل څو ورځي وړاندې په ايوان كښې زما په تقرير بل ورځ محترم چیف جسټس ریمارکس وركړې چې اسمبلۍ كښې ځيني كسانو چې په زندان كښې پراته ه??وي تقریرونه كړي۔ وزیراعظم ووئيل د يو موقف او سوچ لپاره زندان ته د تللو په ا??ه د نړۍ او د پاکستان تاریخ ډك دے، ده ووئېل عمران نیازی كوم كار نه كولو، د هغه يو كار ؤ او يو سوچ چې څنګه د اپوزیشن مشران زندانونو ته ولېږي، او په ه??وي كښې يو زه هم ووم ، زه په دويم ځل هم عمران نیازی زندان ته لېږلے يم او په دريم ځل ئې هم تياري كړې وه چې ما زندان ته ولېږي، ده ووئېل په وړمبي ځل چې زندان ته لاړم نو د هائیکورټ بینچ ما له ضمانت راكړو، عمران نیازی تر سپریم کورټ چیلنج کړو، د عمران نیازی يو ملګرے وكيل نعیم بخاری صاحب وړاندې شوے ؤ او ه??ه د چیف جسټس بینچ ؤ زما د ضمانت منسوخ كولو لپاره ئې پټیشن دائر کړے ؤ، خو چې سپریم کورټ ریمارکس وركړل نو نعیم بخاري ??پل پټیشن بيرته واغست او تښتيدلے ؤ،دغسې چې زه بيا زندان ته ولېږلے شوم نو د لاهورهائیکورټ فل بینچ زما ضمانت وكړو او هغه هم د عمران نیازی په دور كښې شوے ؤ،هغه او د ه??ه د كسانو جرات نه ؤ چې هغه ئې چیلنج کړے ؤ ، ده ووئېل زه په ميرټ خوشے كړے شوے يم، وزیراعظم ووئيل زما دا جرم ؤ چې د خپل ګوند قائد میاں نواز شریف سره مخلص او د هغه وخت اسمبلۍ كښې اپوزیشن اتحاد سره د حکومت د غلطو پريكړو مو په مړانه مقابله کوله، عمران نیازی غوښتل چې د هغه ټول مخالفین زندانونو ته لاړ شي۔ وزیراعظم ووئيل زه نن په دې معزز ایوان كښې موجود يم او الحمدلله په هس??ه غړې خبره كوم، زه ستاسو په توسط سره معززچیف جسټس څخه پوښتنه كوم چې زمونږ په ضد كوم هم بے بنسټه کیسز جوړ كړې شوې وؤ نو آيا تر ضمانت مونږ بريالي وؤ یا خدانخواسته بې عزته وو۔ده ووئيل مونږ د اولس د زړونو ترجمانی کوو،دا كوم جرم نه دے، زه د ایوان منتخب نمائنده يم،زه كه خبره كوم نو وړومبے پخپل ګريوان كښې كښې ګورم۔ وزیراعظم ووئيل د عمران خان حکومت لندن ته د پینډوراباکس سره تللې وو،ه??ه دوه كاله هڅې كولې خو لوي څښتن مونږ بريالي كړې يو، عمران نیازی او د هغه حواریانو شهزاد اکبر اینډ کمپنی ډیلی میل كښې بې بنسټه خبر چلولے ؤ،څلور كاله پس ډیلی میل تردید کړے او زما نه ئې بخښنه غوښتي ۔ده ووئيل نن اسلام آباد هائیکورټ كښې وئيلي شوي چې د عمران نیازي کورودانه پبلك آفس هولډر نه ده، كه دا خبره وي نو د نواز شریف لور مرېم نواز هم پبلك آفس هولډر نه وه،ه??ه د لاهور کوټ لکھپت زندان څخه ولي نيولې شوې وه ،دا دوه مخيز معیار د هېواد لپاره د زيان وړ دے ، ده ووئېل اوس وخت راغلے چې د هوش څخه كار واخلو ګېنې بيا به ډير ناوخته شي او راتلونكي نسلونه به مونږ په كومه بله نامه ياد ساتي
اتحادی حکومت په موجوده بینچ د عدم اعتماد څرګندونه كړې ،د اولس د زړونو ترجماني کوم جرم نه دے ،د فل کورټ پريكړه ټول قام له په منلو كښې وخت نه لګي۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف قامی اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
Majestic treasure APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری