اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) د آئين 50 كلونو په بشپړه كېدو په ډي چوك د’’ یادګار دستور‘‘ د بنياد تيګه كېښودې شوه۔ په دې لړ كښې د ګل په ورځ يوه دستوره وشوه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په شمول د لويې شمېر پارليماني غړو په موجودګۍ كښې د یادګار دستور د بنياد تيګه كېښوده۔ په دې موقعه قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل سي ډي اے به كه پاك پروردګار ته ??نظ??ر وي د روان كال 14 اګست نه وړاندې په يادګار دستور خپل كار ترسره كړي۔ ده ووئيل د دې يادګار ډيزائن له به د ګرد هېواد په كچه مقابله كولې شي او د آئین شان سره د مناسبت لرونكي ډيزائن ??نظ??ري به وركولې شي۔ په شاهراه دستور به يو باغ هم جوړ??لے شي۔ ده ووئيل هيله ده چې په يادګار دستور كښې به په آئين لاس ليك كوؤنكو شخصياتو ته په مناسب ډول احترامات وړاندې كړې شي۔ په دې موقعه د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ د آئين سرلوړۍ او د جمهوريت استحكام لپاره خصوصي دعا هم وك??ې شوه۔ سپيكر په پارلېمنټ هاؤس كښې د 1973 آئین ??نظ??رۍ سره د اړوند تاريخي عكسونو د نندارتون پرانسته هم وك??ه۔
د آئين 50 كلونو په بشپړه كيدو په ډي چوك د’’ یادګار دستور‘‘ د بنياد تيګه كيښودې شوه
Legacy of Death APP game platform website
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج