اسلام آباد 01 فروري (ار پي پي) د س??نېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د س??نېټ ګولډن جوبلي دستورې په اړه په سېنېټ كښې په پارليماني لارښودو د مشتملې مهمې كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د كمېټۍ په غونډه كښې د س??نېټ ډپټي چيئرمېن سېنېټر مرزا محمد آفريدي٬په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر اسحاق ډار٬د مخالفې ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم٬سېنېټر سليم مانډوي والا٬اعظم نذير تارړ٬انوار الحق كاكړ٬مشتاق احمد٬سردار محمد شفيق ترين٬حاجي هدايت الله٬مولانا عبدالغفور حېدري٬دلاور خان او د س??نېټ سېكرټري محمد قاسم صمد خان ګډون وكړو۔د س??نېټ سېكرټرېټ له مخې د س??نېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د س??نېټ آف پاكستان ګولډن جوبلي لمانځلو په اړه پارليماني مشرانو سره تفصيلي مشاورت وكړو۔ د س??نېټ چيئرمېن ووئيل د س??نېټ 50 كلن سفر د ستائنې وړ دې۔ په غونډه كښې شريك پارليماني لارښودو د س??نېټ چيئرمېن تجويز ستائېلو سره اتفاق وكړو چې په صوبائي كچه د كېدونكو دستورو په ځاې دې يوازې په وفاقي پايه تخت كښې مختصر او پر وقار دستوره وكړې شي۔په دې لړ كښې به د 15 ??ه تر 17 مارچ 2023 د س??نېټ خاص غونډه په پارليمنټ هاؤس اسلام آباد كښې رابللې شي۔ګولډن جوبلي دستوره كښې به د س??نېټ پخوانو غړو پشمول غېر ملكي مېلمانه هم رابللې شي۔د س??نېټ چيئرمېن تجويز سره په متفق كېدو د ټولو پارليماني مشرانو مننه هم وكړه
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې د ګولډن جوبلي دستورې په اړه په پارليماني مشرانو د مشتملې كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II