اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پ??ك چين اقتصادي راهدارۍ او د توان منصوبو پايې ته رسېدو سره به د كاروبار نوې لارې پرانستلې شي۔ حكومت سرمايه كارۍ ته وده وركولو او سازګار كاروباري چاپېرچل جوړولو له ټولې اسانۍ كاروي۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبره د جمعې په ورځ د سرحد چېبمر آف كامرس اېنډ انډسټريز پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې د تجارت وزارت او فېډرل بورډ آف ريونيو چارواكي هم شريك وو۔ اولس مشر ووئيل هېواد په سم لوري روان دے او د سمو اقتصادي پ??لېسيو په سوب نړيوالو مالياتي ادارو پاكستان په معاشي توګه پرمختګ كوؤنكې هېواد ګرځولې۔ اولس مشر ووئيل د كاروباري ډلې مسئلې لرې كولو له حكومت كوټلي ګامونه پورته كوي۔ د تجارت وزارت د كاروباري تسلسل په لړ كښې درې كلنه ستراتېجيكي ټرېډ پالېسي اعلان كړې چې ورسره به كاروبار وده ومومي۔ ده ووئيل د دې پالېسۍ ترمخه به د نوو پلانټو او مشينرۍ په درآمد كولو او په خېبر پختوانخواہ ، فاټا او د ګلګت بلتستان په شمول په نورو وروستو پاتې سيمو كښې لګولو له تر 50 فيصده مرسته كولې شي۔ اولس مشر ووئيل ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی پاکستان برآمدات زياتولو له نندارتونونه پېل كړي۔ او د تجارتي پلاويو تږ راتږ ډاډګيرنه كوي چې په نتيجه كښې به ئې نوو هېوادونو سره رابطې او برآمدات زيات شي۔ د سرحد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری صدر اولس مشر پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ ده د حكومتي اقتصادي پ??لېسيو ستائنه كولو سره ووئيل هېواد كښې اقتصادي حالت ښه كولو له حكومت سره په تماس كښې يو۔ په دې مهال ده اولس مشر ت?? د خېبر پختونخوا روايتي پګړ?? هم په سر كړه۔ )وا/ض ض/ګ ل/2019)
پاك چين اقتصادي راهدارۍ او د توان منصوبو پايې ته رسېدو سره به د كاروبار نوې لارې پرانستلې شي
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن